د ا.ا مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې کابل د اسلامي ورورګلوۍ پر بنسټ له اسلامي نړۍ سره ښې اړیکې غواړي. شیخ هبت الله اخندزاده په دې پیغام کې زیاته کړې چې ا.ا د اسلامي اصولو پر بنسټ له نورو هېوادونو سره ښې او ګټورې اړیکې غواړي. نوموړي له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د افغان ولس عقایدو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. په پیغام کې راغلي دي: “ا.ا د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو پر وړاندې ناسم اقدامات او د دوی د حقونو سرغړونه ظلم ګڼي او په سختو ټکو یې غندي.” شیخ هبت الله اخندزاده دا هم ویلي، چې د د امربالمعروف، نهي عن المنکر وزارت په افغانستان کې د هر ډول فساد مخنیوي لپاره کار کوي او د ا.ا له ټولو ادارو او خلکو یې وغوښتل چې د فساد له منځه وړلو لپاره په دوامداره توګه له دې وزارت سره همکاري وکړي. د افغانستان د اسلامي امارت مشر ټینګار کړی چې علما مسوولیت لري د ځوانانو د عقایدو په اصلاح او د بدیو په مخنیوي کې بشپړه همکاري وکړي او د فساد د مخنیوي لپاره خپل دیني مسوولیت ترسره کړي. په دې پیغام کې، هغه له خلکو غوښتي چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کلکه ملاتړ وکړي، د اسلامي نظام ساتنه وکړي، د چارواکو اطاعت وکړي، د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او له هر ډول اختلافاتو څخه ډډه وکړي. نوموړي د هېواد له اتباعو غوښتي چې خپل یووالي او پیوستون پیاوړی کړي او له هر ډول ګوندي، ژبني او قومي تعصباتو څخه ډډه وکړي. په دې پیغام کې، شیخ هبت الله اخندزاده د تعلیم اهمیت ته په اشارې سره، له چارواکو غوښتي چې د تعلیم په برخه کې ډېرې هڅې وکړي او د ځوانانو لپاره د روزنې او اصلاحي پروګرامونه تنظیم کړي. هغه د دې پیغام په پای کې، د هېواد له اتباعو غوښتي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستنېدونکو افغان کډوالو سره همکاري او مرسته وکړي.








