د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر سیاسي شنونکو او ځینې رسنیزو څېرو سره ناسته کې ویلي، چې «له هېچا سره جګړه او ستونزې نه غواړو او د متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو هېوادونو، د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو؛ خو که څوک زموږ ملي حاکمیت نقض کړي، د ملت او نظام دفاع پر ټولو لازمه ده.» حنفي د وروستیو بریدونو له امله د ملکي وګړو پر تلفاتو خواشیني څرګنده کړې او ویلې يې دي، چې دا جګړه پر افغانستان تپل شوې ده او افغانان تر دې مهاله د ملت په ملاتړ او سلا مشورو د شته ګواښونو پر وړاندې بریالي شوي دي.








