د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله اغېزمنو شویو کورنیو ته یې د بېړنیو خوراکي مرستو وېش پیل کړی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه بیان کې ویلي چې د شخړو له امله به له ۲۰ زرو څخه ډېرې بېځایه شوې کورنۍ د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې ترلاسه کړي. په بیان کې راغلي چې په لومړي پړاو کې به دغو کورنیو ته مغذي بسکټونه وویشل شي ترڅو د دوی سمدستي خوراکي اړتیاوې پوره کړي، او تر هغه وروسته به تر ټولو زیان منونکې کورنۍ د دوو میاشتو لپاره د خوړو یا نغدي مرسته ترلاسه کړي. د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې دا مرسته د نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو بې ځایه شویو کورنیو سره وشي.








