د هلمند ولایت کروندګرو د لومړي ځل لپاره د شین چای کرل تجربه کړي او وایي، چې هڅه یې بریالۍ ده او په راتلونکو کلونو کې به د دې بوټي کښت نور هم پراخ شي. کروندګر وايي، د دې نبات تخم یې له چین څخه راوړی او د لومړي ځل لپاره یې په ازمایښتي ډول کرلی دی. کروندګر وايي، که حاصل یې ښه وي هڅه به وکړي، په راتلونکو کلونو کې به یې کښت زیات کړي. بلخوا د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، د کروندګرو د نوښتونو ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي هغه کسان چې غواړي نوي نباتات یا کښتونه تجربه کړي، باید له وړاندې یې د کرنې ریاست له مسلکي کارکوونکو سره مشوره وکړي.








