د شمالي کوریا دولتي اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هیواد مشر کیم جونګ اون د نویو پرمختللو توغندیو په ازمویلو سره امریکا او سویلي کوریا ته په اشارې خبرداری ورکړی، چې وسلې یې په ۴۲۰ کیلومتره واټن کې هر هدف په نښه کولی شي. سرچینې ویلي، چې دغه تازه ازمویل شوي راکټونه د ۳۶۴ کیلو متره لرې هدف په نښه کولو لپاره ډیزاین شوي دي. د راپورونو لهمخې، توغول شوي راکټونه په ختیځ سمندرګي کې د ۳۴۶،۴ کیلومتره لرې هدف سل سلنه دقیق ویشتلی دی. په راپور کې ویل شوي، چې شمالي کوریا د نویو توغندیو ازمویلو ګام د امریکا او سویلي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په ځواب کې پورته کړی دی.








