د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د یونیسف له استازي تاجالدین سره کتلي دي. د یو نیسف استازي د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغان کډوالو په نښه کول غندلي دي. نوموړي دغه راز په افغانستان کې د دغه بنسټ فعالیتونو ته په اشارې ویلي، چې یونیسف هڅه کوي، د اوبو رسونې په برخه کې ډېرې پروژې پلي کړي. ورته مهال، ملا عبداللطیف منصور د باکیفیته او پر وخت د پروژو پر پلي کولو ټینګار کړی دی. هغه له یونیسف څخه غوښتي، چې د اوبو رسولو او نورو برخو کې له راستنېدونکو او بې ځایه شویو کډوالو سره مرسته وکړي.








