د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي له خپل عماني سیال، بدر بن حمد البوسعیدي سره ټلیفوني خبرې کړې دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغو خبرو کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو د نظر تبادله وشوه. دواړو لورو په منځني ختیځ کې وروستی وضعیت اندېښمنوونکی بللی او پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه او د جګړې د پراخېدو هڅې یې غندلې دي. په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت هم بحث شوی او د افغانستان لوري د پاکستان د بریدونو او د ا.ا د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه خپل دریځ روښانه کړی.








