د جرمني صدراعظم فردریش مرتز په تازه څرګندونو کې ویلي، اندیښمن دی چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري. نوموړي دغه څرګندونې په برلین کې د چک له صدراعظم سره په کتنه کې کړې دي. د هغه په خبره یوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو له ایران سره په جګړه کې ښکیل دي او د هرې ورځې په تیریدو سره په دې اړه پوښتنې په زیاتیدو دي. مرتز زیاته کړې، موږ په ځانګړې توګه اندیښمن یو چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاه هیڅ ډول پلان او برنامه په پام کې نشته. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،”له ایران سره جګړه تقربیا خلاصه ده او کولی شو چې دا جګړه ژر پایته ورسوو”. ټرمپ تر دې وړاندې د ایران پر وړاندې د جګړې لپاره ۴ اونۍ وخت ټاکلی وو.








