یوې باوري سرچینې ویلي چې د پاکستان یو درې کسیز پلاوی د مولانا فضلالرحمن خلیل په مشرۍ کابل ته راغلی دی. د سرچینې په وینا، دغه پلاوی د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو د کمولو او د اختلافاتو د حل لارو د ارزونې په موخه افغانستان ته سفر کړی دی. ویل کېږي چې په دې پلاوي کې د مولانا فضلالرحمن خلیل ترڅنګ مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.








