د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په تازه څرګندونو کې له اسراییل او امریکا سره روانې جګړې ته په اشارې سره ویلي، دا هغه جګړه ده چې پر موږ تحمیل شوې ده. نوموړي زیاته کړې، موږ د خپل ولس او خاورې د دفاع مشروع حق لرو. هغه دغه راز ویلي چې د تېلو د تولید او لېږد کمېدل یا درېدل زموږ د اقداماتو له امله نه دي، بلکې د اسراییل او امریکا د بریدونو او تېریو پایله ده، چې پر ایران یې کړي دي. د عراقچي په خبره دوی ټوله سیمه ناامنه کړې ده او له همدې امله د تېلو ټانکرونه او بېړۍ د هرمز تنګي څخه د تېرېدو وېره لري. عراقچي د یوې پوښتنې په ځواب کې په ټینګار سره ویلي، فکر نه کوم چې نور به له امریکا سره خبرې اترې زموږ په اجنډا کې وي.






