د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې له ایران سره به جګړه په څو ورځو کې نه؛ خو ډیره ژر پایته ورسېږي ویلي، چې سپاه پاسداران به د جګړې پای وټاکي. د سپاه پاسداران ویاند ویلي، که د امریکا او اسراییل بریدونه دوام وکړي، تهران به اجازه ورنهکړي چې له سیمې څخه «یو لیټر تېل» هم صادر شي. نوموړي همدارنګه پر خپلو پوځي تاسیساتو له درنو بریدونو وروسته د ایران د حکومت د پوځي ځواک د کمزوري کېدو په اړه د ډونالډ ټرمپ ادعا رد کړه او ویې ویل، د دغو څرګندونو پر خلاف د اسلامي جمهوریت د توغندیو د توغولو کچه نهده کمه شوې، بلکې تر پهخوا زیاته شوې ده. هغه ټینګار کړی، چې د ټرمپ د خبرو پر خلاف، د امریکا سوداګریزې بېړۍ او پوځي کښتۍ د هرمز له تنګي څخه نهشي تېرېدلی.








