د ۲۰۲۶ کال نړیوال شل اوریز جام سیالیو پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو لارپیدا کړې وه. په دې ستره لوبه هندۍ لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې په ترسره کولو سره سیالې لوبډلې ته د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۵۶ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې یې نیوزیلینډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپير بایلوده او هند دغه ستره اتلولي په خپل نوم کړه.








