د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له درملتونونو او هټیو څخه ۶ ټنه تاریخ تېره درمل او بېکیفیته خوراکي توکي را ټول او سوځول شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه توکي د روان کال په جریان کې د پلخمري ښار له بېلابېلو درملتونونو او مارکېټونو څخه د څارنې او ارزونې د ټیمونو له لوري راټول کړل شوي وو. د نوموړي په وینا، له یادو توکو څخه دوه نیم ټنه تاریخ تېره درمل او درې نیم ټنه بېکیفیته خوراکي توکي وو، چې د اړوندو امارتي ادارو د استازو په حضور کې له منځه یوړل شول.








