ټاکل شوې چې د نړیوال شل اوریز جام سیالیو پایلوبه نن ماښام ۶ بجې د هند او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د سږ کال نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبو ته سوت افریقا، انګلستان، هند او نیوزیلینډ لار پیداکړې وه، چې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلینډ لوبډلې سوت افریقا ته ماتې ورکړه او په دویمه نیمه پایلوبه کې هند بیا انګلستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومنده. نن ماښام به د هند او نیوزیلینډ ترمنځ پایلوبه ترسره شي.








