د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شیخ شهاب الدین دلاور ويلي، چې ډېر ژر به په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملني لپاره ځانګړی روغتون پرانیستل شي. تازه له هند سره هم هوکړه شوې چې له مخې به یې ۱۵ ماشومان د درملنې لپاره یاد هېواد ته ولېږدول شي. یادې ټولنې ويلي، چې د تېر کال له پیل راهیسې یې تر دې مهاله د سوري زړه په ناروغۍ د ۲۰۰۲ اخته ماشومانو درملنه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې دا مهال د ټول هېواد په کچه شاوخوا د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۶ زره ماشومان له یادې ادارې سره ثبت شوي دي.








