په پنجشېر ولایت کې د معیاري او عصري سړوخونو د جوړولو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس فضلالله دیوبند ویلي، چې د دې پروژې لپاره شاوخوا زر جریبه ځمکه د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د ولایت په اوو ولسوالیو او همدارنګه د بازارک په مرکز کې سروې او تثبیت شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې ځمکو به لویې، عصري او معیاري سړوخونې جوړې شي، څو د کرنیزو محصولاتو او مېوو د ساتنې مناسب شرایط برابر شي.








