رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ناروې په پلازمېنې اوسلو کې د امریکا سفارت د یوې چاودنې هدف ګرځېدلی، خو دې پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د ځایي پولیسو په وینا، چاودنه د امریکا سفارت د کونسلګرۍ د خدماتو د برخې د ننوتلو دروازه کې شوې ده. تر اوسه په اوسلو کې د امریکا سفارت او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. همداراز، د دې چاودنې مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.








