د امریکا پخواني استخباراتي شنونکي لاري سي جانسن ویلي، چې واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې اصلي حقیقت له خپل ولس څخه پټوي او هغه څه چې رسنیو ته وړاندې کېږي د جګړې له واقعي وضعیت سره ډیر توپیر لري. د نوموړي په خبره د ایران ځواکونو د امریکا پنځه پرمختللي راداري سیستمونه له منځه وړي، چې دوه یې د نږدې یو میلیارد ډالرو ارزښت لرونکي ستراتیژیک رادارونه وو. نوموړي زیاته کړې، چې درې د THAAD میزایلي دفاعي بېټرۍ هم له منځه تللې، چې دا د امریکا د نړیوالو ټاډ سیستمونو شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوي. جانسن وایي یوازې په یوه اوونۍ کې امریکا ته نږدې څلور میلیارده ډالره زیان اوښتی او په بحرین او اردن کې هم ځینې مهم دفاعي سیستمونه له منځه تللي دي. د هغه په باور، د دغو پرمختللو سیستمونو بیا جوړول ښايي له پنځو تر اوو کلونو وخت ونیسي.








