د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د دفاعي شرکتونو له مسوولینو سره یې د پوځي تجهیزاتو د تولید کچې د لوړولو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، چې د وسلو جوړولو شرکتونو استازو سره هوکړه شوې تر څو د پوځي تجهیزاتو د تولید کچه څلور برابره لوړه کړي. سپینې ماڼۍ ویلي ټرمپ پر دغو شرکتونو فشار راوستی څو د پوځي تجهیزاتو او وسلو تولید زیات کړي.








