د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د عزیزي انرژي شرکت په همکارۍ په غزني ولایت کې د ۱۳۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا تولید دستګاوې جوړیږي. د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې پروژې چارې به د دوو کلونو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د لمریزې برېښنا د تولید ۱۵ پروژو قراردادونه یې چې ټولیز ظرفیت یې له ۷۰۰ میګاواټه څخه زیات دی لاسلیک کړي دي.







