په هرات کې د ایران سرقونسل عليرضا رحمتي ویلي، سره له دې چې په ایران کې جګړه روانه ده، خو افغانستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې هېڅ محدودیت نشته او ټولې اقتصادي اړیکې په عادي ډول دوام لري. د نوموړي په وینا، د افغانستان اړوند توکو د انتقال پر وړاندې هېڅ خنډ نشته او ایران هڅه کوي چې لارې خلاصې وساتي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وایي چې له ایران څخه د توکو پېر او واردات په عادي ډول روان دي او هره ورځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سلګونه واګونه توکي افغانستان ته رسېږي. مسوولین زیاتوي چې د اسلامکلا، ۷۸ میل او ورېښمو پل بندرونه فعال دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز تګ راتګ دوام لري.








