د جیفري اپسټین د قضیې اړوند زرګونه اسناد چې مخکې عامو خلکو ته خپاره شوي وو، د بیاکتنې لپاره د امریکا د عدلیې وزارت له خوا له انلاین آرشیف څخه لېرې کړل شوي دي. دا اسناد د هغو پراخو دوسیو برخه ده چې د اپسټین د جنسي قاچاق او جنسي تېریو د تورونو په اړه راټول شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغو اسنادو کې داسې فایلونه هم شامل وو چې پکې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم یاد شوی و. ځینې راپورونه وایي چې په یادو اسنادو کې هغه تورونه هم ذکر شوي وو چې ګواکې ټرمپ له یوې کم عمره نجلۍ سره د جنسي ناوړه چلند په قضیه کې یاد شوی دی. ویل کېږي چې دغه اسناد د نورو زرګونو فایلونو سره یوځای د لا زیاتې څېړنې او د حساسو معلوماتو د پټولو لپاره لېرې شوي، او تمه ده چې د اړینو سانسورونو وروسته به بېرته عامو خلکو ته خپاره شي.








