د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت به دوه پوځي الوتکې منځني ختیځ ته واستوي؛ څو په مناسبه شرایطو کې د نیوزیلینډ وګړي له دغه سیمې وباسي. د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیر وېنسټن پیټرز او د دفاع وزیر جودیت کالینز په یوه اعلامیه کې ویلي، چې حکومت له سوداګریزو هوايي شرکتونو سره هم خبرې کوي؛ څو د چارټر الوتنو په ګډون د الوتنو د بدیلو لارو په اړه بحث وشي. دا مهال له دوبۍ څخه د نیوزېلنډ اوکلنډ ښار ته سوداګریزې الوتنې ځنډېدلې، چې له امله یې شاوخوا ۳زره نیوزېلنډي وګړي په منځني ختیځ کې بندپاتې دي.








