د ننګرهار ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په مالي او د (سي او اې ار) مؤسسې په تخنيکي همکارۍ ۲۰۵ زلزله ځپلو کورنيو ته د کورونو جوړولو چارې پيل شوې دي. د سرچینې په خبره هرې کورنۍ ته د ۲۶۱۵ امريکايي ډالرو په مالي لګښت دوه خونې او يو تشناب جوړېږي او دغه پيسې په قسطوار ډول ورکول کېږي. د ځایي چارواکي وایي، چې که څه هم دغه کورونه د خامو او ساحوي موادو پرمټ جوړېږي؛ خو ورسره به د يادو کورنیو د سرپناه ستونزه حل شي.








