د سمنګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ناروې په مالي مرسته د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا مرکز د سمنګان مرکز ته نږدې په «رباتک» کلي کې جوړ شوی دی. دا مرکز د دوه میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. یاد مرکز پنځه خونې لري او له زرو زیات کسان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي. د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي مرکزونو نشتوالی د خلکو لپاره یوه جدي ننګونه ده.








