د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو نښتو په ترڅ کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې راپورونه ښيي چې د سرحدي سیمو د توپچي بریدونو او هوايي حملو له امله عام ولس ته مرګ ژوبلې او د خلکو کورونو ته زیانونه اوښتي دي. دوجاریک زیاته کړه چې باید د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو ساتنه وشي او جګړه باید د بېګناه خلکو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.








