د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼې کې د جرمني له صدراعظم فردریش مرتس سره دکتنې پرمهال ویلي، ایران پر امریکا له وړاندې د برید پلان درلود. د ټرمپ په خبره،”فکر کوم هغوی (ایرانیانو) غوښتل چې لومړی برید وکړي او ما نه غوښتل چې داسې یو څه وشي. ټرمپ زیاته کړې، ځکه مې پر ایران د برید امر وکړ چې د خبرو اترو له دریدو سره مې داسې “احساس وکړ، چې ایران پر امریکا خامخا د برید پلان لري. ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په جینوا کې د ایران او امریکايي مرکچیانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته تمه وه چې د مذاکراتو بل پړاو پیل شي.








