ذبیحالله مجاهد پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو ته په اشارې سره ویلي، چې له ایران سره د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي او هېڅ ډول ځنډ پکې نه دی راغلی. نوموړی وایي، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ کمیساري او اړوند ادارات پر خپلو فعالیتونو بوخت دي او د توکو لېږد رالېږد له ستونزو پرته دوام لري. د خبرپاڼې له مخې، له سوداګریزو توکو ډک ریل ګاډی د هرات روزنک تمځای ته رسېدلی چې پکې ۴۲ واګونه سیمټ او دوه واګونه «MDF» تختې بار دي. مجاهد زیاته کړې چې د ایران ذ اوسپنې پټلۍ مسوولینو د مالوماتو له مخې، د ایران په خاوره کې ۹۰۰ واګونونه افغانستان ته پر لار دي او په نورماله توګه به افغانستان ته وارد شي.








