د ایران دفاع وزارت ویلي چې تهران تر اوسه د امریکا او اسراییلو پر وړاندې په روانو نښتو کې خپلې ډېرې پرمختللې وسلې نه دي کارولي. دغه وزارت ټینګار کړی چې ایران لا هم داسې پوځي وړتیاوې لري چې کارول شوې نه دي. تر دې وړاندې د سپاه پاسداران د لوی قومندان سلاکار هم ویلي وو چې ایران به ډېر ژر داسې وسلې معرفي کړي چې د ده په وینا، امریکا تر اوسه نه دي لیدلي.








