د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) په خپره کړې خبرپاڼه کې، په منځني ختیځ کې پر ښوونیزو مرکزونو او زدهکوونکو د وروستیو نښتو له اغېزو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. په خبر پاڼه کې راغلي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې، د ایران سویل په میناب کې د نجونو پر یوه ابتداييه ښوونځي برید کې څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي چې ګڼ یې زدهکوونکې دي. یاد بنسټ زیاته کړې، په داسې ځای کې د زدهکوونکو وژل چې زدهکړو ته ځانګړی شوی، له نړیوالو بشردوستانه قوانینو «جدي سرغړونه» ده. یونیسکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ته په اشارې ټینګار کړی چې د شخړې ټول لوري موظف دي چې د ښوونځيو، زدهکوونکو او ښوونیزو کارکوونکو خوندیتوب ته جدي پام وکړي او اجازه ورنه کړي چې دا مدني ځایونه په نښه شي.







