د ایران د مذهبي مشر آیتالله علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پراخ او تاوتریخجن لاریونونه شوي دي. د دغه هېواد، په ګلګت او سکردو کې د درېیو ورځو لپاره ګرځبندیز لګول شوی. د راپورونو له مخې، په کراچۍ کې ۱۰، په اسلاماباد کې یو او په سکردو کې پنځه کسان وژل شوي دي. په ګلګت کې د وژل شویو رسمي شمېر نه دی اعلان شوی، خو ځینو سرچینو د پنځو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی، او ځینو شیعه استازو د اوو کسانو د مړینې ادعا کړې ده.







