قطر کې د هر ډول ډرون الوتکو پر کارولو، الوتنې او فعالولو بشپړ بندیز ولګېد. د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپلو وګوړو ته لارښوونه کړې چې په کور دننه پاتې شي او له غېرضروري تګراتګ څخه دې ډډه وکړي. پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډ برید وروسته، ایران د قطر په ګډون په ځینو نورو عربي هېوادونو باندې توغندیز بریدونه وکړل.







