د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې د ۸ غوره لوبډلو پړاو سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې ۴ لوبډلې د نیمه پایلوبو پړاو ته ورسېدلې. په لومړۍ نیمه پایلوبه کې به سوت افریقا لوبډله د روانې مارچ میاشتې په ۴مه نیټه له نیوزیلیډ لوبډلې سره سیالي ترسره کړي او په دویمه نیمه پایلوبه کې به د هند لوبډله د مارچ په ۵مه نیټه له انګلستان لوبډلې سره سیالي ترسره کړي. د دې نیمه پایلوبو ګټونکې لوبډلې په پایلوبه کې د بل پر وړاندې مخامخ شي. د یادولو وړ ده، چې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو پایلوبه به د مارچ میاشتې په ۸مه نیټه ترسره شي.








