د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تورخم او سپین بولدک کې د راستنېدونکو کډوالو په کمپونو د پاکستان د ړندو بمباریو په اړه د په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستاني پوځي رژیم د بې ګناه ملکي وګړو پرضد د جنایتونو پر دوام په پرله پسې ډول په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو په عمري کمپ او په سپین بولدک کې پر انځرګي کمپ بریدونه کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغو بریدونو په پایله کې یو شمېر بې ګناه راستانه شوي کډوال، ښځې او ماشومان شهیدان او زخمیان شوي دي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې یاد وزارت د پاکستاني لوري دغه جنایت په سختو ټکو غندلی دی. د خبر پاڼې له مخې دغه ډول کړنې د نړیوالو بشري اصولو او انساني ارزښتونو څرګند نقض دی. په خبر پاڼه کې راغلي، مونږ له نړیوالو هېوادونو، بشري او خيريه سازمانونو غواړو، چې د دا ډول جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او په پاکستاني لوري غږ کوو، چې د ملکي وګړو پر وړاندې خپل مسوولیت وپېژني او له دا ډول ناوړه تاوتریخوالي لاس واخلي.







