ټاکل شوې د پاکستان پوځ نن په بلوچستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو پراخ عملیات پیل کړي. د سرچینو په خبره، دغه عملیات به د بلوچستان د مرکز کویټې په کچلاغ، سریاب، ختیځ او لویدیځ بایپاس، پښتوناباد او ځینو نورو سیمو کې پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو دوو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د افغانانو د نیولو، زنداني کولو او جبري ستنولو بهیر چټک کړی دی.







