د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې د امریکا او اسراییل له لوري زموږ د ګاونډي، دوست او ورور هېواد، د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د پوځي ځواک کارول د دولتونو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې عمل دی. نوموړي د ستونزو د سولهییز حل غوښتنه کړې ده. ښاغلي حامد کرزي زیاته کړې، د سیمې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره اړینه ده، چې ټول بریدونه ودرول شي او دواړه لوري د ستونزو د حل لپاره بېرته د مذاکرې مېز ته راستانه شي. نوموړي د ملکي وګړو او ملکي سیمو د ساتنې په برخه کې د نړیوالو اصولو د درناوي پر اړتیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د ایران خلک، په هغه هېواد کې مېشت افغان کډوال او د سیمې د نورو هېوادونو خلک له زیانونو او بریدونو خوندي او په امان کې پاتې شي.







