د عراق بهرنیو چارو وزارت د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او پر دواړو لورو یې غږ کړی چې له زغم او احتیاطه کار واخلي. دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی چې د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره باید شته اختلافات له ډیپلوماټیکو او د خبرو اترو له لارې حل شي. تر دې وړاندې هم د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو د کابل او اسلاماباد ترمنځ پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې د درولو او سیاسي حل پر موندلو یې ټینګار کړی و.







