پر پاکستان د افغانستان له غچ اخیستونکو پراخو بریدونو وروسته د خیبر پښتونخوا په صوات کې د افغان کډوالو د نیولو سخته څپه پیل شوې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تر دمه هلته ٧٩ افغانان نیول شوي دي. په راپور کې ویل شوي، نیول شوي کسان به ژر افغانستان ته ستانه کړي.







