الجزیرې خبري شبکې پر اسراییلو د ایران د توغندیزو بریدونو د پیل خبر ورکړی دی. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په تل ابیب او د اسراییلو په شمالي برخې، جلیل سیمه کې درنې چاودنې شوي دي. په ورته وخت کې، راپورونو کې ویل شوي، چې په تهران کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي او په ښار کې د هوايي دفاع سیسټمونه فعال شوي دي.







