د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، له خپل ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره د ټیلیفون له لارې پر سیمهییزو موضوعاتو،او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد دحاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي دي. نوموړي ویلي، چې افغانستان د تفاهم له لارې د ستونزو پر حل باور لري خو د تیري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع خپل حق بولي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د روان وضعیت د حل یواځینۍ لاره ډپلوماسي ده او هڅه کوي چې په راتلونکي کې په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي.







