د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له افغانستان او پاکستانه غوښتي، چې شته ستونزې او اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. نوموړي ویلي، ایران د دواړه خواوو ترمنځ د خبرو اترو اسانتیا او د تفاهم پیاوړتیا لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د روژې په مبارکه میاشت کې چې په اسلامي نړۍ کې د زغم او پیوستون د پیاوړتیا میاشت بلل کېږي؛ د افغانستان او پاکستان لپاره مناسبه ده، چې د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې او د خبرو اترو له لارې شته اختلافات حل کړي.







