په کابل کې له له سلګونه راستنو شویو کورنیو سره د غنمو او نغدو پيسو د مرستې لړۍ پيل شوې ده. سرچینې ویلي، چې د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان او ځانګړې پاملرنې پر بنسټ له پاکستان او ايران څخه بېرته راستنو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو د وېش لړۍ نن په پلازمېنه کابل کې پيل شوه. د کابل ولایت مرستیال والي مولوي عبدالعلي قدرتالله امینی د دغې لړۍ د پيل په مراسمو کې ویلي، چې د دې پروګرام موخه د مهاجرينو کورنیو ملاتړ او د هغوی د ژوند ستونزو ته رسېدنه ده. نوموړي ډاډ ورکړی، چې د مرستو وېش به په شفاف او منظم ډول دوام ولري.







