د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې په سومالیا کې شاوخوا ۶.۵ مېلیونه خلک د وچکالۍ له امله له سختې لوږې سره مخ دي. یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د خوړو مرستې ښایي د بودجې د کمښت له امله په راتلونکې اپرېل میاشت کې بندې شي. په سومالیا کې روان کړکېچ لسګونه زره خلک اړ اېستي، چې خپلې مېنې پرېږدي او د موګادیشو او نورو ښارونو په پنډغالو کې مېشت شي. د سومالیا لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي جورج کانوي په یوه بیان کې ویلي «د اوبو د لوړو بیو، محدودو خوراکي توکو او د بشري مرستو کمښت له امله وچکالي په خطرناکه توګه پراخه شوې ده». تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې دامهال په سومالیا کې ۴.۴ مېلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي.







