د پروان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ۳ مهمو او عمراني پروژو چارې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره په یادو پروژو کې ۱۳۶ متره په اوږدوالي د کانکرېټي سړک، د ۱۵ متره په اوږدوالي د اوبو سربند او د ۲۷ متره په اوږدوالي د استنادي دېوالونو رغول شامل دي چې چارې یې د اکتید موسسې په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ په سید علي خېلو کلي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.








