د نیمروز د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې ۱۷ ټنه بېکیفیته او تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي. سرچینې ویلي، چې یاد توکي د تېر یو کال په موده کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیم له لوري له درملتونو او عمده پلورنځیو څخه راټول کړل شوي وو او د اړوندو ادارو د مسوولینو په حضور کې وسوځول شول. د روغتیايي مسوولینو په خبره د دې اقدام اساسي موخه د عامې روغتیا ساتنه، په بازارونو کې د بېکیفیته توکو د خرڅلاو مخنیوی او د ښاریانو روغتیا ډاډمنول دي.







