د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په ننګرهار کې ۳زره او ۴۲۰ تازه راستانه شوي زدهکوونکي به په وړیا توګه په ۳۸۴ خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي. د چارواکو په خبره، د یوه ښوونیز کال لپاره د دغه تړون لګښت شاوخوا یونیم مېلیون افغانۍ کېږي. د ننګرهار مرستیال والي غلام رحمان حیدري د خصوصي ښوونځيو د ټولنې له مشر عاشق الله نجیبي سره دغه تړون لاسلیک کړی دی. د یاد تړون له مخې به ۳زره او ۴۲۰ ستانه شوي زدهکوونکي په وړیا توګه د ښوونیز کال لپاره په ۳۸۴ خصوصيو ښوونځيو کې شامل کړای شي.







