د افغانستان او ایران استازو ترمنځ د هرات په اسلام کلا کې د سرحدي نښو د نوي کولو او عصري کولو د عملي بهیر د پیل په تړاو ناسته ترسره شوې ده. د ملي دفاع وزارت استازي ویلي، چې اوسنی امنیت او ښې اړیکې د دې بهیر لپاره مناسب فرصت دی. بلخوا ایراني لوري هم د ښه ګاونډيتوب پر بنسټ د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. سرچینې ویلي، چې دغه طرحه به د دواړو هېوادونو ګډې ګټې خوندي کړي.







