په ایران کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د سفارت سرپرست مولوي فضلمحمد حقاني په تهران کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي د اړيکو دفتر له مشر بوجيدار ديميتروف سره کتليدي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د سفارت او د ملګرو ملتونو د دفتر ترمنځ د همکاريو پر پياوړتيا ټينګار کړی. د ملګرو ملتونو استازي په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د بنسټيزو چارو پرمختګ او له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو ټينګېدل يو اغېزمن او ارزښتناک ګام دی.







