د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر سادین ایلډ سره په ناسته کې ویلي، چې د ترکیې درمل د افغانستان لپاره خورا ګټور دي، خو کیفیت او مناسب قیمت یې باید په پام کې ونیول شي. جلالي د ترکیې له سفیر څخه غوښتي، چې د روغتیایي کارکوونکو د روزنې، د زړه ولادي ناروغیو لرونکو ماشومانو د درملنې، د ولسوالیو په کچه د روغتونونو جوړولو او په کابل کې د عصبي جراحي عملیاتو په برخه کې ورسره همکاري وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکیې سفارت شارژدافیر په دغو روغتیایي برخو کې د مرستې ډاډ ورکړی او د عامې روغتیا له وزیر څخه یې وغوښتل، چې د خپلو اړتیاوو نوملړ ور وسپاري. نوموړي زیاته کړې، چې ترکیه به هڅه وکړي څو د عامې روغتیا وزارت ته یو شمېر طبي تجهیزات او امکانات برابر کړي.








