د راپورونو له مخې د برازیل په سوېل ختیځ میناس ګرایس ایالت کې د سختو او پرلهپسې بارانونو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه او ۳۹ نور لادرکه دي. ځایي چارواکو ویلي، چې دغه مرګژوبله د توپاني بارانونو او سېلابونو له امله په ژویس دي فورا، او اوبا ښارونو کې رامنځته شوې ده. دا دواړه ښارونه شاوخوا ۱۱۰ کيلومتره واټن لري. د بېړنیو پېښو ایالتي ادارې د دغو شمېرو په تایيد سره ويلي، چې د لادرکه شويو کسانو د موندلو لپاره پلټنې او د ژغورنې چارې لا هم روانې دي.







